سپینبولدک کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مېشت تخنیکي ټیم د نورو همکارو امارتي ادارو په مرسته؛ راستنیدونکو کډوالو ته خپل خدمات وړاندې کړل

naweed_admin
جمعة, نوفمبر 24 2023 12:36 مساء

د افغانستان اسلامي امارت له لوري بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د خدماتو د تنظيم کميټې سره په همغږۍ او د کار او ټولنىزو چارو سرپرست وزىر الحاج ملا عبدالمنان عمري د هداىت په اساس، د کندهار ولاىت په سپينبولدک ولسوالۍ کې د دې وزارت مېشت تخنىکي ټىم د مهاجرینو آمریت او نورو امارتي ادارو په مرسته  د چهارشنبې په ورځ ۳۱۹ کورنۍ چې ۱۷۳۴ تنه کیږي په سىستم کې ثبت او دوى ته په اړوندو برخو کې خدمات ترسره کړل.
په همدې حال کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کاري فرصتونو د موندلو کمیټې خپل ټول معلومات او کاري ګزارش د مهاجرینو چارو وزیر الحاج خلیل‌الرحمان حقاني ته چې پرون یې له سیمې څخه لیدنه کوله؛ شریک کړل، چې د مولوي حقاني له لورې د یادو کمیټو خدمات وستایل شول او د غوره خدماتو وړاندې کولو لپاره یې له هغوی سره خپلې لازمې سپارښتنې او لارښوونې شریکې کړې.
د یادولو وړ ده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کاري فرصتونو کمیټه په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې د راستنیدونکو هیوادوالو کاري مهارتونه، تحصیل او تجربې ثبتوي؛ ترڅو په راتلونکې د کاربازار هغوی د کاري فرصتونو په موندلو اسانتیا رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

باز گشت به اخبار