سپینبولدک کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مېشت تخنیکي ټیم د نورو همکارو امارتي ادارو په مرسته؛ راستنیدونکو کډوالو ته خپل خدمات وړاندې کړل
د افغانستان اسلامي امارت له لوري بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د خدماتو د تنظيم کميټې سره په همغږۍ او د کار او ټولنىزو چارو سرپرست وزىر الحاج ملا عبدالمنان عمري د هداىت په اساس، د کندهار ولاىت په سپينبولدک ولسوالۍ کې د دې وزارت مېشت تخنىکي ټىم د مهاجرینو آمریت او نورو امارتي ادارو په مرسته د چهارشنبې په ورځ ۳۱۹ کورنۍ چې ۱۷۳۴ تنه کیږي په سىستم کې ثبت او دوى ته په اړوندو برخو کې خدمات ترسره کړل.
په همدې حال کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کاري فرصتونو د موندلو کمیټې خپل ټول معلومات او کاري ګزارش د مهاجرینو چارو وزیر الحاج خلیلالرحمان حقاني ته چې پرون یې له سیمې څخه لیدنه کوله؛ شریک کړل، چې د مولوي حقاني له لورې د یادو کمیټو خدمات وستایل شول او د غوره خدماتو وړاندې کولو لپاره یې له هغوی سره خپلې لازمې سپارښتنې او لارښوونې شریکې کړې.
د یادولو وړ ده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کاري فرصتونو کمیټه په سپینبولدک ولسوالۍ کې د راستنیدونکو هیوادوالو کاري مهارتونه، تحصیل او تجربې ثبتوي؛ ترڅو په راتلونکې د کاربازار هغوی د کاري فرصتونو په موندلو اسانتیا رامنځته شي.