تورخم او سپین‌بولدک کې مېشتو د کار اوټولنىزو چارو وزارت تخنىکي ټیمونو؛ راستنیدونکو هیوادوالو چوپړ ته دوام ورکړی

naweed_admin
سبت, ديسمبر 02 2023 8:33 صباحا


د افغانستان اسلامي امارت له لوري بېرته راستنېدونکو هیوادوالو ته د خدماتو د تنظىم کميټې سره په هم‌غږۍ او د کار او ټولنىزو چارو سرپرست وزىر الحاج ملا عبدالمنان عمري د هداىت په اساس، د کندهار ولاىت په سپىن بولدک او د ننګرهار ولاىت په تورخم ښارګوټي کې د دې وزارت مېشتو تخنىکي ټىمونو پرون ټولټال ۱۶۱۴ تنه بېرته راستنېدونکيهیوادوال په سىستم کې ثبت او په اړونده برخو کې ىې هغوى ته لازم خدمات ترسره کړل.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کارموندنې کاري کمیټې، د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کې پرون ټول ۵۱۹ تنه بیرته راستنیدونکو هیوادوال ثبت کړل، چې په هغوی کې بکلوریا، فوق بکلوریا، ماهر او حرفه‌اي کاګران او غریبکار هیوادوال دي.
سپىن بولدک کې د کار او ټولنىزو چارو وزارت د تخنىکي ټىم په وىنا دوى توانىدلي چې پرون  ۲۰۶کورنۍ، چې ۱۰۹۵ تنه بېرته راستنېدونکي کىږي؛ سىستم کې ثبت کړي دي.
هیره دی نه وي چې د اسلام‌قلعې بندر کې د په کمیټو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ولایتي ټیم هم د بې‌سرپرستو ماشومانو په جذب، راستنیدونکو هیوادوالو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینې برابرولو او زیانمنو اقشارو ته د خدماتو به ترسره کولو کې هم فعاله ده.
د یادولو وړ ده چې د کار او ټولنىزو چارو وزارت د کاري فرصتونو کمىټې په سپىنبولدک  ولسوالۍ او تورخم ښارګوټى کې د راستنىدونکو هىوادوالو کاري مهارتونه، تحصىل او تجربې ثبتوي؛ او بې سرپرسته ماشومان ته سرپناه ورکوي، ترڅو په راتلونکې د کاربازار هغوى د کاري فرصتونو په موندلو کې اسانتىا رامنځته شي، چې تردې دمه ىې ىوازې په تورخم کې ۱۷۱۸۸ تنه بېرته راستانه شوي هېوادوال په سىستم کې ثبت کړيدي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار