خوست او ننګرهار ولایتونو، کې د فني او حرفوي زدهکړو پر فارغانو کاري وسایل ووېشل شول

د جلا جلا ناستو په ترڅ کې، د خوست او ننګرهار ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په همغږۍ او د همکارو مؤسساتو په مرسته، پر ۱۹۵ تنو فارغانو، د فني او حرفوي زدهکړو د شپږمیاشتنۍ دورې تر بشپړوېدو وروسته، کاري وسایل ووېشل شول.
له یادې ډلې چې ۷۵تنه یې په خوست ولایت کې د موبایل د ترمیم او د سولري برښنا د حرفو په برخو، او ۱۲۰ تنه یې د ننګرهار ولایت لعلپورې او مومندرې ولسوالیو کې د خیاطۍ او مبایل د ترمیم په برخو کې فني او حرفوي زدهکړې ترسره کړې وې، په هغوی د فراغت سندونو د توزیع ترڅنګ؛ د خپلو حرفو کاري وسایل هم ووېشل شول، چې پدې سره به یاد ځوانان وتوانیږي چې د ماهرو کارګرو په څېر د کار بازار ته عرضه او د خپلو کورنیو لپاره به حلاله نفقه برابره کړي.