خوست او ننګرهار ولایتونو، کې د فني او حرفوي زده‌کړو پر فارغانو کاري وسایل ووېشل شول

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲ - ۱۳:۸
e

د جلا جلا ناستو په ترڅ کې، د خوست او ننګرهار ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هم‌غږۍ او  د هم‌کارو مؤسساتو په مرسته، پر ۱۹۵ تنو فارغانو، د فني او حرفوي زده‌کړو د شپږمیاشتنۍ دورې تر بشپړوېدو وروسته، کاري وسایل ووېشل شول.
له یادې ډلې چې ۷۵تنه یې په خوست ولایت کې د موبایل د ترمیم او د سولري برښنا د حرفو په برخو، او ۱۲۰ تنه یې د ننګرهار ولایت لعلپورې او مومندرې ولسوالیو کې د خیاطۍ او مبایل د ترمیم په برخو کې فني او حرفوي زده‌کړې ترسره کړې وې، په هغوی د فراغت سندونو د توزیع ترڅنګ؛ د خپلو حرفو کاري وسایل هم ووېشل شول، چې پدې سره به یاد ځوانان وتوانیږي چې د ماهرو کارګرو په څېر د کار بازار ته عرضه او د خپلو کورنیو لپاره به حلاله نفقه برابره کړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

د روزنتونو ممتاز زده‌کوونکي وستایل شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو، په هېواد کې د روزنتونونو د زده‌کوونکو د درسي بهیر د ارزونې په موخه څلور نیم‌میاشتنۍ ازموینې واخیستل شوې، چې په دې لړ کې هغه زده‌کوونکي چې غوره پایلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۱
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزیر، په بهر کې افغان کارګرانو ته د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې؛ د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره نوبتي ناسته وکړه.
د ناستې په پیل کې، په بهر کې افغان کارګرانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

بیرته خبرونو ته