له کار څخه د کارګرو ماشومانو مخنیوي په موخه د کار نړۍوال سازمان په نوښت پر جوړیدونکې پالیسۍ وروستۍ څارنې لپاره غونډه وشوه.

naweed_admin
سبت, فبراير 10 2024 9:48 صباحا
T


د افغانستان په ګډون په ځینو آسیايي هیوادونو کې د کارګرو ماشومانو ستونزو ته د رسیدنې او حل په موخه پر جوړیدونکې پالیسۍ د وروستي غور په پار جوړې شوې آنلاین غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د قواعدو او کار شرایطو د بهبود رئیس محمدهاشم ظریف ګډون وکړ.
محمد هاشم ظریف افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت په اړه وروستي ارقام او د هغوی ستونزې د کار نړۍوال سازمان استازې او د یادې پروژې د غړو هیوادونو سره شریک کړل او  د شته ستونزو په برخو کې یې له هغوی د د هر اړخیزې همکاری غوښتنه وکړه. په همدې توګه یې د کار نړیوال سازمان له استازي و غوښتل چې د ترسره شویو ژمنو د عملي کېدو په موخه دې اقدام کړي.
د کار نړۍوال سازمان استازې له ښاغلي ظریف څخه وغوښتل چې د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنیدو وروسته راټول شوي نوي ارقام او په دې اړه ترسره شوي ټول فعالیتونه له یاد سازمان سره  شریک کړي، چې په آسیايي هیوادونو کې د کارګرو ماشومانو په پروژه کې ور څخه ګټه واخستل شي.
د یادولو وړ ده چې د کار نړۍوال سازمان په شپږو آسیايي هیوادونو: افغانستان، بنګله‌دیش، هندوستان، پاکستان، برما او نیپال کې د کارګرو ماشومانو ستونزو ته د پوره او غوره رسیدنې لپاره تر ۲۰۲۵ کال وروستیو پورې په یوې هراړخیزې پروژې کار کوي.

تازه ترین اخبار

أحد, أكتوبر 12 2025 3:09 مساء
Background image

التقى معين الشؤون العمل بمعين وزارة الداخلية

التقى معين الشؤون العمل لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، بمعين وزار ة الداخلية لشؤون الأمن، المولوي صدر إبراهيم.

في بداية اللقاء، أوضح معين الشؤون العمل. . .

ثلاثاء, أكتوبر 07 2025 2:36 مساء
Background image

قام معين الشؤون الاجتماعية بتقيّم أوضاع الطلاب المقيمين في دور الرعاية

 

قام معين الشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال زيارته إلى محافظتي ننجرهار و كونر، بتقيم أوضاع الطلاب المقيمين في دور الرعاية في هاتين المحافظتين، وكذلك كيفية. . .

ثلاثاء, سبتمبر 23 2025 9:43 صباحا
Background image

التقى معين الشؤون العمل برئيس اتحاد شركات المقاولات

التقى معين الشؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس اتحاد شركات المقاولات في أفغانستان، حميد الله حبيبي وممثله.

في بداية اللقاء، قدّم رئيس اتحاد شركات المقاولات. . .

باز گشت به اخبار