له کار څخه د کارګرو ماشومانو مخنیوي په موخه د کار نړۍوال سازمان په نوښت پر جوړیدونکې پالیسۍ وروستۍ څارنې لپاره غونډه وشوه.
د افغانستان په ګډون په ځینو آسیايي هیوادونو کې د کارګرو ماشومانو ستونزو ته د رسیدنې او حل په موخه پر جوړیدونکې پالیسۍ د وروستي غور په پار جوړې شوې آنلاین غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د قواعدو او کار شرایطو د بهبود رئیس محمدهاشم ظریف ګډون وکړ.
محمد هاشم ظریف افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت په اړه وروستي ارقام او د هغوی ستونزې د کار نړۍوال سازمان استازې او د یادې پروژې د غړو هیوادونو سره شریک کړل او د شته ستونزو په برخو کې یې له هغوی د د هر اړخیزې همکاری غوښتنه وکړه. په همدې توګه یې د کار نړیوال سازمان له استازي و غوښتل چې د ترسره شویو ژمنو د عملي کېدو په موخه دې اقدام کړي.
د کار نړۍوال سازمان استازې له ښاغلي ظریف څخه وغوښتل چې د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنیدو وروسته راټول شوي نوي ارقام او په دې اړه ترسره شوي ټول فعالیتونه له یاد سازمان سره شریک کړي، چې په آسیايي هیوادونو کې د کارګرو ماشومانو په پروژه کې ور څخه ګټه واخستل شي.
د یادولو وړ ده چې د کار نړۍوال سازمان په شپږو آسیايي هیوادونو: افغانستان، بنګلهدیش، هندوستان، پاکستان، برما او نیپال کې د کارګرو ماشومانو ستونزو ته د پوره او غوره رسیدنې لپاره تر ۲۰۲۵ کال وروستیو پورې په یوې هراړخیزې پروژې کار کوي.