د ټولنیزو چارو معین د ماشومانو له حمایوي مرکز څخه لیدنه وکړه؛

naweed_admin
سبت, سبتمبر 07 2024 11:24 صباحا
Q


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین الحاج شیخ عبدالبر د دې وزارت اړونده د ماشومانو له حمایوي مرکز څخه لیدنه ترسره او د یاد مرکز چارې یې له نږدې وڅارلې.
الحاج شیخ عبدالبر په دې لیدنه کې مرکز کې د مېشتو ماشومانو د وضعیت، د دوی د تعلیم او تربیې، د اعاشې او اباتې، د استوګن‌ځایونو، د خدماتو د وړاندې کولو د څرنګوالي، د استادانو او مربیانو له لوري د تدریسي بهیر او حفظ‌الصحې څخه څارنه وکړه او د چارو د لا ښه‌والي په منظور یې مسؤلینو ته یو لړ سپارښتنې هم وکړې.
د ټولنیزو چارو معین خپلو خبرو کې د اسلام مبارک دین له نظره د ماشومانو د حقوقو او هم په دې برخه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مکلفیتونو او مسؤلیتونو څخه یادونه وکړه او د ماشومانو د حمایوي مرکز له مسؤلینو یې وغوښتل، چې مرکز کې د مېشتو ماشومانو په سالمه روزنه کې لازیاته پاملرنه وکړي.
هیره دی نه وي؛ چې په دې لیدنه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو څخه د ساتنې رئیس مولوي سعدالدین مطمین هم د ټولنیزو چارو له معین سره ملتیا کوله.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار