د کار چارو معین د کندز له والي سره وکتل؛

naweed_admin
خميس, أكتوبر 03 2024 8:45 صباحا
n

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد د یوه پلاوي په مشرۍ، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي ملا نثار احمد نصرت سره وکتل.
کتنه کې چې د کندز ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي احمدشاه حقاني هم حضور درلود، د کندز والي له کابل څخه راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ويلو سربېره؛ دې ولایت کې د ټولګټو پروژو د تطبیق، مختلفو برخو کې ولسونو ته د خدماتو د وړاندې کولو او سهولتونو د برابرولو په اړه معلومات شریک او هم یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې. ملا نثار احمد نصرت د بیکارۍ کچې کمښت او هېوادوالو په ځانګړې توګه ځوان نسل ته د کار موندنې د زمینو برابرول د ټولو ادارو ګډ مسؤلیت وباله او په دې اړه یې د ټولو مسؤلینو د پاملرنې غوښتنه وکړه.
ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین خپلو خبرو کې  د کار ملي کانفرانس د موخو د تعقیب او  فني او حرفوي زده‌کړو ته د ځوان نسل د لاسرسي په برخو کې د دې وزارت له لازمې پاملرنې څخه د یادونې ترڅنګ؛ د
د کندز له والي څخه وغوښتل، چې د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست سره همکارۍ پراخې کړي،  ترڅو د کندز ولسونو او هم د دې ولایت یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو ته د خدماتو د وړاندې کولو لړۍ پراخه شي.
الحاج مولوي محمد زاهد د خپلو خبرو په دوام وویل: د رياست الوزرا عالي مقام د حکم په اساس؛ هېواد کې  د بهرنیو وګړو د کار د قانوني کولو، د ملي عوایدو د فرار څخه د مخنیوي او دوی ته د سهولتونو د برابرولو په منظور؛ د هېواد په ټولو هوایي ډګرونو او بندرونو کې دې د کار جوازونو د وېش دفترونه پرانېستل شي، چې دې کې د کندز ولایت شیرخان بندر هم شامل دی، چې باید فعال او خدمات وړاندې شي او د دې دفتر د تجهیز په موخه یې د کندز والي د مرستې غوښتنه وکړه، چې د نوموړي له لوري له هرکلي سره مخ او د هر راز همکارئ ډاډ ورکړل شو.
د ويلو ده، چې د بشري قواو عمومي رئیس مولوي حسین احمد مدني، د مطبوعاتو رئیس سمیع الله ابراهیمي او د معينيت سلاکار قاري محمد کریم حنفي دې سفر کې د کار چارو معین سره ملتيا کوي

تازه ترین اخبار

أحد, ديسمبر 14 2025 9:25 صباحا
Background image

قام معين الشؤون العمل بزيارة رسمية إلى مديرية أشين بمحافظة ننجرهار

قام معين الشؤون العمل لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى مديرية أشين بمحافظة ننجرهار، بالمشاركة وإلقاء كلمة في حفل تخرّج عدد من. . .

أربعاء, ديسمبر 03 2025 1:49 مساء
Background image

تخرّج ۹۰ شاباً من التعليم الفني والمهني في كابول

 

تخرّج ۹۰ شاباً من الفئات المتضررة من مركز التعليم الفني والمهني، وذلك بجهود وتنسيق رئاسة تنمية المهارات التابعة لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، حيث حصلوا على شهادات التخرّج.

وفي. . .

أحد, نوفمبر 30 2025 8:52 صباحا
Background image

التقی وزير العمل والشؤون الاجتماعية بمسؤولي اتحاد إرسال العمالة الأفغانية إلى الخارج


التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية الحاج الملا عبد المنان عمري في مكتبه برئيس اتحاد إرسال العمالة الأفغانية إلى الخارج الحاج نور الله فدوي والوفد المرافق له، وبحث معهم القضايا ذات. . .

باز گشت به اخبار