د کار چارو معین د کندز له والي سره وکتل؛
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد د یوه پلاوي په مشرۍ، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي ملا نثار احمد نصرت سره وکتل.
کتنه کې چې د کندز ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي احمدشاه حقاني هم حضور درلود، د کندز والي له کابل څخه راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ويلو سربېره؛ دې ولایت کې د ټولګټو پروژو د تطبیق، مختلفو برخو کې ولسونو ته د خدماتو د وړاندې کولو او سهولتونو د برابرولو په اړه معلومات شریک او هم یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې. ملا نثار احمد نصرت د بیکارۍ کچې کمښت او هېوادوالو په ځانګړې توګه ځوان نسل ته د کار موندنې د زمینو برابرول د ټولو ادارو ګډ مسؤلیت وباله او په دې اړه یې د ټولو مسؤلینو د پاملرنې غوښتنه وکړه.
ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین خپلو خبرو کې د کار ملي کانفرانس د موخو د تعقیب او فني او حرفوي زدهکړو ته د ځوان نسل د لاسرسي په برخو کې د دې وزارت له لازمې پاملرنې څخه د یادونې ترڅنګ؛ د
د کندز له والي څخه وغوښتل، چې د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست سره همکارۍ پراخې کړي، ترڅو د کندز ولسونو او هم د دې ولایت یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو ته د خدماتو د وړاندې کولو لړۍ پراخه شي.
الحاج مولوي محمد زاهد د خپلو خبرو په دوام وویل: د رياست الوزرا عالي مقام د حکم په اساس؛ هېواد کې د بهرنیو وګړو د کار د قانوني کولو، د ملي عوایدو د فرار څخه د مخنیوي او دوی ته د سهولتونو د برابرولو په منظور؛ د هېواد په ټولو هوایي ډګرونو او بندرونو کې دې د کار جوازونو د وېش دفترونه پرانېستل شي، چې دې کې د کندز ولایت شیرخان بندر هم شامل دی، چې باید فعال او خدمات وړاندې شي او د دې دفتر د تجهیز په موخه یې د کندز والي د مرستې غوښتنه وکړه، چې د نوموړي له لوري له هرکلي سره مخ او د هر راز همکارئ ډاډ ورکړل شو.
د ويلو ده، چې د بشري قواو عمومي رئیس مولوي حسین احمد مدني، د مطبوعاتو رئیس سمیع الله ابراهیمي او د معينيت سلاکار قاري محمد کریم حنفي دې سفر کې د کار چارو معین سره ملتيا کوي