د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د رهبرۍ او مدیریت تر نامه لاندې روزنیز پروګرام جوړ شو

naweed_admin
خميس, نوفمبر 21 2024 9:21 صباحا
l

د کار او ټولنیزو چارو وزارت انسټیټیوټ ریاست له لوري د دې وزارت رئیسانو او آمرینو ته د کاردان پوهنتون په همغږۍ د رهبرۍ او مدیریت تر نامه لاندې یو ورځنۍ روزنیز پروګرام جوړ شو. 
هغه غونډه چې په همدې مناسبت جوړه شوي وه؛ په پیل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست سربیره د انسټیټیوټ او کاردان پوهنتون له همغږۍ او ګډو هڅو څخه مننه وکړه، او زیاته یې کړه، چې داسې روزنیز پروګرامونه د کارکونکوو د پوهې کچې د لوړولو او همداراز هېوادوالو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو کې ارزښتمن او ګتور تمامیږي، تر څو په خپلو کاري ساحو کې ترې استفاده وکړي. نوموړي د کاردان پوهنتون څخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه تر څو په راتلونکې کې دې ته ورته نور روزنیز پروګرامونه  په لار واچوي.
 همدارنګه د کاردان پوهنتون رئیس دوکتور احمدخالد حاتم په رهبرۍ او مدیریت، د رهبرۍ او مدیریت په ځانګړتیاوو، ډولونو او اصولو باندې ګډونوالو ته هر اړ خیزه روزنیز پریزنټیشن  وړاندې کړ، نوموړي همدا راز ډاډ څرګند کړ، چې د وخت اړتیاوو ته په کتو سره به په خپلو روزنیزو پروګرامونو او برنامو کې پراخوالی راولي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار