په معادنو کې د بوختو کاریګرو ژوند او د دوی حقوقو ته به پام وشي؛

naweed_admin
ثلاثاء, ديسمبر 31 2024 8:59 صباحا
k

سمنګانو ولایت ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت استول شوي پلاوي د دې ولایت په معادنو کې د بوختو کاریګرو د ژوندانه، حقوقو او ورته د سهولتونو برابرېدو په موخه له مسؤلینو سره کتلي او هم یې دره صوف ولسوالۍ ته په خپل سفر کې د یادو کاریګرو ځینې ستونزې یې له نږدې وکتلي.
د یاد پلاوي د رئیس مولوي عبدالمتین مولوي‌زاده په وینا، لومړۍ یې په دې اړه د سمنګانو له والي داملا محمد شعیب رسالت سره د همغږۍ په ناسته کې د نوموړي د همکارۍ او پاملرنې غوښتنه کړي، چې د سمنګانو والي له لوري ډاډ ورکړل شوی دی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت استول شوي پلاوي،  په همدې ترتیب د سمنګانو ولایت د معادنو او پترولیم له رئیس سره په کتنه کې ټینګار کړی، چې هڅه دې وشي، ترڅو په معادنو کې بوختو کاریګرو ته د ایمیني تخنیک د برابرېدو، د دوی حفظ‌الصحې، د حقوقو د ورکړې او له ټولو مهمه د دوی روغتیا او په ټوله کې ژوندانه ته لازمه پاملرنه وشي، چې د نوموړي له لوري په دې رابطه د ځینو پرمختګونو څخه په یادونې سره؛ یادو ستونزو ته د رسېدو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.
ورپسې پلاوي دره صوف ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د ډبرو سکرو له معادنو څخه له نږدې کتلي او هلته د په کار بوختو  کاریګرو د احوال اخیستو سربېره یې، له هغوی سره ځینې لازمې او اړینې سپارښتنې هم شریکې کړي دي، ترڅو ورته پاملرنه وکړي او په دې سره راتلونکي کې د ناوړه پېښو مخنیوی شوی وي

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار