د کار انسټیټیوټ له لوري په کابل او غزني ولایتونو کې د ظرفیت‌لوړونې برنامې پای ته ورسېدې

media_admin
سبت, يونيو 21 2025 3:36 مساء
ظرفیت لوړونه

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند؛ د کار انسټیټیوټ له لوري د امارتي ادارو کارکوونکو ته د ظرفیت‌لوړونې په موخه په کابل او غزني ولایتونو کې د مالیې، سرحداتو، قومونو او قبایلو، شهدا او معلولینو، د اوبو او انرژي، اقتصاد، د کور او ښارجوړونې، کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو، د امتحاناتو او چاپېریال ساتنې ملي ادارو ۱۵۰ تنه کارکوونکو ته (د مدیریت او ادارې  له مفاهمو سره د اشنایی، د ناستو مدیریت، دوسیه‌بندي او تدریسي میتودلوژی) تر نامه لاندې شپږ ورځیني ښوونیز ورکشاپونه وړاندې شول.
په کابل ښار کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د کار انسټیټیوټ رئیس شریف‌الله شرافت په خپلو خبرو کې د مهارتونو پر پراخوالي، د رهبري او مدیریت په غښتلتیا، منابعو پیدا کول او د هغوی غوره مدیریت، د اداري بنسټونو پر پیاوړتیا، په اداره کې نوښت او خلاقیت ته وده ورکول، ټولنیزو خدمتونو د لاښه والي او په اداره کې د مؤثرو اړیکو د رامنځته کولو په اړه په تفصیل سره خبرې وکړي. او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې په دې پروګرام له ترلاسه شویو زده‌کړو، مهارتونو او تجربو څخه په استفادې هېوادوالو ته غوره او ګټور خدمات وړاندې کړي. 
نوموړي همداراز ډاډ څرګند کړ، چې د وخت اړتیاوو ته په کتو سره به په خپلو روزنیزو پروګرامونو او برنامو کې په کمي او کیفي توګه پراخوالی راولي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار