د بشري ځواک په لوی ریاست کې  د پښتني بانک څانګه پرانستل شوه

media_admin
أربعاء, أغسطس 06 2025 4:52 مساء
Pashtany Bank

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري ځواک په لوی ریاست کې د مراجعینو او کارکوونکو لپاره د نورو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه نن د دواړو لوریو چارواکو په شتون کې د پښتني بانک څانګه پرانېستل شوه.

د پرانېست غونډې په پیل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ مالي او اداري چارو معین الحاج مولوي دین‌محمد حقبین په خپلو خبرو کې وویل: د پښتني بانک د څانګې په پرانېستلو سره به د مراجعینو او کارکوونکو د وخت له ضایع کېدو او همدارنګه د هغوی له سرګردانیو مخنیوی وشي.

مولوي حقبین په خپلو خبرو کې زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت دنده او مسؤلیت ده، ترڅو په بېلابېلو برخو کې د هېوادوالو ستونزې په نښه او د حل په موخه یې هراړخیزې هڅې وکړي.

ورپسې د بشري ځواک لوی رئیس مولوي عزت‌الله عارف د پښتني بانک له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د څانګې په پرانېستلو سره به مراجعینو ته د سهولتونو د ایجاد سربېره؛ زموږ همکاران هم وکولای شي چې خپل معاشات په خپل وخت او په اسانه توګه تر لاسه کړي.

د پښتني بانک  رئیس عبدالواحد رحیمي د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ د یادې څانګې په پرانېسته خوښۍ څرګنده کړه او مراجعینو ته په بېلابېلو برخو کې د زیاتو سهولتونو د برابرولو ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار