د کونړ او ننګرهار ولایتونو ګڼ شمېر کارکوونکو ته روزنیزې اداري برنامې پیل شوې

media_admin
ثلاثاء, ديسمبر 16 2025 10:01 صباحا
ننګرهار

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د انسټیټوټ له لوري، د کونړ او ننګرهار ولایتونو د محلي ادارو کارکوونکو ته جلا جلا روزنیزې اداري برنامې په لار واچول شوې.

په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته د کونړ ولایت مرستیال والي، مولوي عبدالله حقاني خپله لنډه وینا کې مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره، د کار او ټولنیزو چارو وزارت له فعالیتونو او برنامو څخه په نیکۍ یادونه وکړه او د برنامې له ګډونوالو یې وغوښتل، چې په روانو برنامو کې په خپل فعال حضور سره ولسونو ته د خدماتو د وړاندې کولو په بهیر کې له تر لاسهشویو تجاربو څخه ګټه واخلي.

ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د مهارتونو د پراختیا لوی رئیس مولوي رحیم‌الله صراح د یادو برنامو په پرانېست غونډو کې خبرې وکړې او مختلفو برخو کې یې د ورته برنامو په لار اچول د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، په ورځینو چارو کې د اصلاح او بهبود، د خدماتو د چټکتیا، سلسله مراتبو او په ټوله کې هېوادوالو ته د اغېزمنو او په خپل وخت خدماتو د ترسره کولو په لارو کې اړینې وبللې.

په همدې ترتیب د انسټیټوټ رئیس شریف‌الله شرافت هم د یادو درې ورځنیو برنامو په اړه رڼا واچوله او څرګنده یې کړه، چې په اداره کې د کارکوونکو د کاري اړیکو د تنظیم او هم د دفتري چارو او اداري مراسلاتو برنامې، چې د وخت اړتیاوو ته په کتو چمتو شوي دي، کولای شي، کارکوونکو ته په ورځنیو چارو کې لازم سهولتونه رامنځته کړي.

تازه ترین اخبار

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

باز گشت به اخبار