د کار عالي شورا نوبتي ناسته ترسره شوه

media_admin
أربعاء, فبراير 25 2026 2:33 مساء
کار عالي شورا

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ، نویو بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د پنځولو لپاره د طرحو د ایجاد په موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د فني او مسلکي چارو معین مولوي صدراعظم عثماني، د کانونو او پټرولیم وزارت د مالي او اداري چارو معین مولوي حسام‌الدین صابري، د مسلکي او تخنیکي تعلیماتو اداري معاون مولوي غلام سعید احسان، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د خصوصي سکتور استازو په ګډون پنځمه نوبتي ناسته وکړه.  
په کتنه کې د ټولو اړخونو په همغږۍ سره د بېلابېلو برنامو د تطبیق له لارې په هېواد کې د بېکارۍ کچې په راټیټولو، د کار بازار اړتیا ته په کتو د نویو شغلونو د ایجاد او راستنېدونکو هېوادوالو ته د کارموندنې فرصتونو پر څرنګوالي، د تولیدي او زېربنایي پروژو د پراختیا، د بهرنیو وګړو پرځای د داخلي ماهرو مسلکي وکړو ته په استخدام کې لومړيتوب، د خصوصي سکتور او دولتي ادارو ترمنځ د غوره همغږۍ او په هېواد کې د صادراتو لوړولو او وارداتو کچې په راکمولو تفصیلي خبرې وشې.
د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې د همکارو امارتي او غیر امارتي ادارو له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ خپلو امکاناتو ته په کتو په خپل استخدام کې نویو راستنېدونکو هېوادوالو ته لومړیتوب ورکړي.
ورپسې د امارتي ادارو او خصوصي سکتور استازو هم په خپل وار سره هېوادوالو ته د کارموندنې په برخه کې خپلې مشورې شریکې او د همکارو ادارو په همغږۍ سره  د هر ډول همکاریو ډاډ څرګند کړ.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې د نویو شغلونو د ایجاد د طرحي د کتنې، د کډوالو د پیژندنې، د مهارتونو د تثبیت او د کار بازار سره د پیوستون او راستېدونکو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د ایجاد په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت په سرپرستۍ سره د صنعت او سوداګرۍ، د کانونو او پترولیم وزارتونو، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري او خصوصي سکتور له لوري د غوره همغږۍ په موخه کېمټه جوړه شي؛ ترڅو په چارو کې انسجام او نظم رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

ثلاثاء, فبراير 10 2026 2:45 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس منظمة العمل الدولي في أفغانستان

التقى معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه، برئيس منظمة العمل الدولية في أفغانستان السيد تيتي هيبياكاري، حيث جرى بحث سبل تطوير. . .

أحد, فبراير 08 2026 3:02 مساء
Background image

تخرّج نحو 1200 شاب من برامج التعليم الفني والمهني في محافظة خوست

في إطار زيارة رسمية إلى محافظة خوست، شارك معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في حفل تخرّج المئات من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

أربعاء, فبراير 04 2026 3:29 مساء
Background image

إطلاق العملية الوطنية لتثبيت الكفاءات من قبل وزارة العمل والشؤون الاجتماعية

بمبادرة من وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، أطلقت ولأول مرة في تاريخ البلاد عملية تثبيت المهن المختلفة.

خلال الاجتماع الافتتاحي للعملية، قال مستشار شؤون العمل والمشرف على رئاسة تثبيت. . .

باز گشت به اخبار