ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

media_admin
خميس, سبتمبر 24 2026 9:29 صباحا
ننګرهار

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوهمیاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او تصدیقپاڼې ترلاسه کړي.

په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت غونډې ته د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي مجیب‌الله عمر د اسلام مبارک دین له نظره د کسب او کار د ارزښت سربېره فارغ شویو ځوانانو ته په خطاب کې کې وویل: له ترلاسه شویو زده‌کړو، تجربو او مهارتونو څخه په غوره ډول استفاده وکړئ، ترڅو خپلو کورنیو ته د حلالې نفقې د برابرولو وسیله او د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لامل وګرځئ.

همداراز نوموړي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه:  د کار او ټولنیزو چارو وزارت د همکارو ادارو په همغږۍ سره هڅه کوي، چې ځوانانو؛ ته د کارموندنې په موخه د کار بازار اړتیاوو ته په کتو بېلابېلو برخو کې د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي، ترڅو په هېواد کې د بیکارۍ کچه راټیټه شي.

تازه ترین اخبار

أحد, أغسطس 30 2026 10:18 صباحا
Background image

انطلاق برنامج توعوي لثلاثة أيام لموظفي محافظات المنطقة المركزية حول التخطيط والأنظمة الإلكترونية


بدأت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية برنامجاً توعوياً يستمر ثلاثة أيام، لموظفي رئاسات العمل والشؤون الاجتماعية في محافظات ميدان وردك، لوجر، بروان، غزني، كابيسا، باميان وبنجشير بهدف. . .

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

باز گشت به اخبار