د کار نړيوالې ورځې نمانځنه په اصل کې د حق غوښتلو او د عدالت لپاره د مبارزې په معنی ده.

sofia_karimi
خميس, مايو 09 2019 3:16 مساء

دغه خبره د کاري چارو مرستيال سيدعبدالکريم هاشمي د کار نړيوالې ورځې نمانځغونډه کې و کړه. 


په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت له خوا نيول شوې وه، په کې د کاري چارو مرستيال سيد عبدالکريم هاشمي تر څنګ، د افغانستان لپاره د کار نړيوال سازمان مشر منظور خالق، د کارګرانو اتحاديې مشر داکتر معروف قادري، د سوداګرۍ خونې مرستيال توفيق داوري، د وزارت سلاکارانو، رئيسانو او ګڼ شمير کارګرانو برخه اخيستې وه. 


په غونډه کې د کاري چارو مرستيال وويل: انسان چې له کله پيدا شوی، له همغه وخته کار هم پيدا شوی، کار ژوند دی او د ژوند د ادامې لپاره لازمي دي. 
هاشمي زياته کړه، چې د کار او ټولنيرو چارو وزارت د يو پاليسي جوړونکې ادارې په توګه د کار نړيوال سازمان ټولو تعهداتو ته ژمن دی او تل يې هڅه کړې، چې د ادارو د تفتيش له لارې د کارګرانو لپاره مصؤن کاري محيط را منځ ته کړي.
د افغانستان لپاره د کار نړيوال سازمان مشر منظور خالق بيا په وروستيو کلونو کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت له خوا د قوانينو او مقررو جوړولو په برخه کې د وزارت کړنې و ستايلې او د کار اړوند تخنيکي همکاريو په برخه کې يې له وزارت سره خپلې ژمنې تازه کړې. 


د کاړ نړيوالې ورځې نمانځغونډه کې د وزارت ټولنيزو شريکانو( کارګرانو اتحاديې او سوداګرۍ خونې) مسؤلينو هم خبرې و کړې او د حد اقل مزد اړوند د ولسمشر د فرمان پر عملي کولو يې ټينګار و کړ. 


په غونډه کې د وزارت رهبرۍ له خوا د وزارت خدماتي کارکوونکي په ډاليو او ستاينليکونو هم و نازول شول. 


د ويلو دی، چې ۱۹۰ کاله وړاندې د امريکا شيکاګو ايالات يو شمير کارکوونکو د کاري ساعتونو، ناعادلانه حقوقو او ټولنيزو حقونو خونديتوب لپاره مظاهره و کړه، چې د وخت حکومت له خوا سخت و ځپل شول، دغه ورځ له همغه وخته د کارګرانو د عادلانه حقونو د تامينولو په موخه په ټوله نړۍ کې هر کال نمانځل کيږي.

تازه ترین اخبار

أحد, أغسطس 30 2026 10:18 صباحا
Background image

انطلاق برنامج توعوي لثلاثة أيام لموظفي محافظات المنطقة المركزية حول التخطيط والأنظمة الإلكترونية


بدأت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية برنامجاً توعوياً يستمر ثلاثة أيام، لموظفي رئاسات العمل والشؤون الاجتماعية في محافظات ميدان وردك، لوجر، بروان، غزني، كابيسا، باميان وبنجشير بهدف. . .

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

باز گشت به اخبار