د کار نړيوالې ورځې نمانځنه په اصل کې د حق غوښتلو او د عدالت لپاره د مبارزې په معنی ده.

sofia_karimi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۲/۱۹ - ۱۵:۱۶

دغه خبره د کاري چارو مرستيال سيدعبدالکريم هاشمي د کار نړيوالې ورځې نمانځغونډه کې و کړه


په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت له خوا نيول شوې وه، په کې د کاري چارو مرستيال سيد عبدالکريم هاشمي تر څنګ، د افغانستان لپاره د کار نړيوال سازمان مشر منظور خالق، د کارګرانو اتحاديې مشر داکتر معروف قادري، د سوداګرۍ خونې مرستيال توفيق داوري، د وزارت سلاکارانو، رئيسانو او ګڼ شمير کارګرانو برخه اخيستې وه


په غونډه کې د کاري چارو مرستيال وويل: انسان چې له کله پيدا شوی، له همغه وخته کار هم پيدا شوی، کار ژوند دی او د ژوند د ادامې لپاره لازمي دي
هاشمي زياته کړه، چې د کار او ټولنيرو چارو وزارت د يو پاليسي جوړونکې ادارې په توګه د کار نړيوال سازمان ټولو تعهداتو ته ژمن دی او تل يې هڅه کړې، چې د ادارو د تفتيش له لارې د کارګرانو لپاره مصؤن کاري محيط را منځ ته کړي.
د افغانستان لپاره د کار نړيوال سازمان مشر منظور خالق بيا په وروستيو کلونو کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت له خوا د قوانينو او مقررو جوړولو په برخه کې د وزارت کړنې و ستايلې او د کار اړوند تخنيکي همکاريو په برخه کې يې له وزارت سره خپلې ژمنې تازه کړې


د کاړ نړيوالې ورځې نمانځغونډه کې د وزارت ټولنيزو شريکانو( کارګرانو اتحاديې او سوداګرۍ خونې) مسؤلينو هم خبرې و کړې او د حد اقل مزد اړوند د ولسمشر د فرمان پر عملي کولو يې ټينګار و کړ


په غونډه کې د وزارت رهبرۍ له خوا د وزارت خدماتي کارکوونکي په ډاليو او ستاينليکونو هم و نازول شول


د ويلو دی، چې ۱۹۰ کاله وړاندې د امريکا شيکاګو ايالات يو شمير کارکوونکو د کاري ساعتونو، ناعادلانه حقوقو او ټولنيزو حقونو خونديتوب لپاره مظاهره و کړه، چې د وخت حکومت له خوا سخت و ځپل شول، دغه ورځ له همغه وخته د کارګرانو د عادلانه حقونو د تامينولو په موخه په ټوله نړۍ کې هر کال نمانځل کيږي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

اطلاعیهٔ وزارت کار و امور اجتماعی!

وزارت کار و امور اجتماعی در نظر دارد تا  در ۲۳ حرفۀ مسلکی و شغل‌های تخصصی جدید؛  ۳۰۰۰ بست‌های کشور شاهی قطر، در سرتاسر کشور برای کارگران ماهر و مسلکی  و نیز افرادی که در طی یک سال اخیر . . .

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۰:۴۲
Background image

توزیع کمک نقدی به ارزش ۲.۴ میلیون افغانی در بلخ 

به اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بلخ، برای ۲۰۰ خانواده‌های اطفال کارگر روی‌جاده و آسییب‌پذیر پول نقد توزیع گردید.
الحاج مولوی عبدالرحیم قانت ریس کار و امور اجتماعی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۱۸
Background image

دیدار معین امور کار با نماینده‌گان صنعت‌کاران

الحاج مولوی محمد زاهد احمدزی معین امور کار وزارت کار و امور اجتماعی، در دفتر کارش با شماری از نماینده‌گان صنعت‌کاران بخش سکتورخصوصی، مسئولان شرکت‌ها و کارخانه‌ها دیدار کرد.
در این نشست،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۵:۹
Background image

دیدار معین امور کار با معین ارشد وزارت امور داخله

الحاج مولوی محمد زاهد احمدزی معین امور کار وزارت کار و امور اجتماعی با سترپاسوال مولوی صدر ابراهیم معین ارشد معینیت امور امنیتی وزارت امور داخله، دیدار کرد.
در آغاز این نشست، معین امور. . .

باز گشت به اخبار