د کار او ټولنیزو چارو وزارت کارکوونکو د معلوماتو د ثبت او بایومتریک بهیر پرانستل شو.

publish
ثلاثاء, يوليو 30 2019 4:26 مساء
1

دغه سیستم نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات او د ملکي خدمتونو ادارې عمومي مشر احمد مسعود توخي له خوا پرانستل شو.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست سید انور سادات د دې سیستم (HRMIS) په پرانست غونډه کې وویل: د کارکوونکو د معلوماتو د ثبت او بایومتریک سیستم د الکترونیکی حکومتوالۍ په برخه کې ګټور ګام دی، چې په ادارو کې د بروکراسۍ او فساد څخه مخنیوی کوي او همدارنګه په اداري کارونو کې زیاتې اسانتیاوې را منځ ته کوي.

د ملکي خدمتونو ادارې عمومي مشر احمد مسعود توخي په دې غونډه کې وویل، چې یاد سیستم د افغانانو له خوا جوړ شوی دی، چې د ملکي خدمتونو ادارو ټولو کارکوونکو معلومات به په کې ثبت شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دې سیستم په تطبیق سره به د خیالي کارکوونکو مخه هم و نیول شي.

د ویلو دی، چې تر دې مهاله په یاد سیستم  کې د سل زره کارکوونکو معلومات ثبت او را ټول شوي دي.

تازه ترین اخبار

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

باز گشت به اخبار