د کار او ټولنیزو چارو وزارت کارکوونکو د معلوماتو د ثبت او بایومتریک بهیر پرانستل شو.
دغه سیستم نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات او د ملکي خدمتونو ادارې عمومي مشر احمد مسعود توخي له خوا پرانستل شو.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست سید انور سادات د دې سیستم (HRMIS) په پرانست غونډه کې وویل: د کارکوونکو د معلوماتو د ثبت او بایومتریک سیستم د الکترونیکی حکومتوالۍ په برخه کې ګټور ګام دی، چې په ادارو کې د بروکراسۍ او فساد څخه مخنیوی کوي او همدارنګه په اداري کارونو کې زیاتې اسانتیاوې را منځ ته کوي.
د ملکي خدمتونو ادارې عمومي مشر احمد مسعود توخي په دې غونډه کې وویل، چې یاد سیستم د افغانانو له خوا جوړ شوی دی، چې د ملکي خدمتونو ادارو ټولو کارکوونکو معلومات به په کې ثبت شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دې سیستم په تطبیق سره به د خیالي کارکوونکو مخه هم و نیول شي.
د ویلو دی، چې تر دې مهاله په یاد سیستم کې د سل زره کارکوونکو معلومات ثبت او را ټول شوي دي.