د سایواک سازمان د راتلونکي کال کنفرانس به د خښتو بټیو کې د ماشومانو کار تر عنوان لاندې کابل کې جوړ شي.

publish
أحد, أكتوبر 27 2019 2:53 مساء
3

د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني د یاد معینیت له رهبري پلاوي سره په ناسته کې په مختلفو برخو کې د متضرره ماشومانو پر ستونزو لکه شاقه کار، په کوچیني سن کې د ماشومانو د ودونو او ماشومانو د قاچاق موضوعاتو ترڅنګ همدارنګه مالدیف هیواد ته د خپل وروستي کاري سفر او د سایواک سازمان کې د افغانستان په استازیتوب د فعاله ونډې په اړه معلومات وړاندې کړل و یې ویل، چې یاد کنفرانس کې د ۲۳ ګټګوریو متضرره ماشومانو پر ستونزو هر اړخیز بحثونه و شول.

ښاغلي جیلاني همدارنګه زیاته کړه، چې د سایواک سازمان د راتلونکي کال کنفرانس به د ۲۰۲۰ کال سپتمبر میاشت کې د خښتو په بټیو کې د ماشومانو کار تر عنوان لاندې کابل کې جوړ شي، چې احتمالي تمویل کوونکي به یې د کار نړیوال سازمان، یونیسف، د ماشومانو ساتنې سازمان، د هالنډ او ناروې هیوادونه وي.

د ټولنیزو چارو مرستیال دغه ډول کنفرانسونو جوړیدل مهم و بلل او زیاته یې کړه چې کابل کې د دغسې کنفرانسونو جوړیدل په نړیواله سطحه د افغانستان پرستیج جګوي او د سایواک سازمان د غړو هیوادونو له تجربو څخه د ګټنې یو ښه فرصت دی.

د ویلو دی، چې د ټولنیزو چارو معینیت د رهبرۍ پلاوي په ناسته کې د هیواد په سطحه د ماشومانو پر ستونزو، روزنتونونو او وړکتونونو کې دماشومانو د غذا، روزنتونونو او وړکتونونو د ښه ترمیم په اړه هم هر اړخیز بحثونه و شول.

 

تازه ترین اخبار

أحد, أغسطس 30 2026 10:18 صباحا
Background image

انطلاق برنامج توعوي لثلاثة أيام لموظفي محافظات المنطقة المركزية حول التخطيط والأنظمة الإلكترونية


بدأت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية برنامجاً توعوياً يستمر ثلاثة أيام، لموظفي رئاسات العمل والشؤون الاجتماعية في محافظات ميدان وردك، لوجر، بروان، غزني، كابيسا، باميان وبنجشير بهدف. . .

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

باز گشت به اخبار