د تفتیش عالي اداری له لوری مؤظف پلاوي د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال سره تودیعي ناسته وکړه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال وزیر مولوي دین محمد حقبین نن په خپل کاري دفتر کې د تفتیش عالي اداری له لوری د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې د پلټنې او څارنې مؤظف پلاوې سره د کار اختتام او تودیعي ناسته ترسره کړه.
په ناسته کې لمړۍ د تفتیش عالي ادارې په استازیتوب د بهرنیو مرستو آمر محمدغازي په خپلو خبرو کې وویل: د تفتیش عالي ادارې اصلي اهداف د ادارتو تهدید او سپکاوی نه؛ بلکې د څارنې او پلټنې اصلي موخه د فساد مخنیوی، شفافیت، اصلاح، همغږي، د قانوني خلاوو ډکول، نیمګړتیاوو له منځه وړل او د سهولتونو رامنځته کول دی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال وزیر مولوي دین محمد حقبین په خپل وار سره د تفتیش عالي اداری فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې؛ د تفتیش اصلي دنده یې اصلاحات، د فعالیتونو تسریع، د ظلم مخنیوی، د کارکوونکو خپل مسوولیت ته متوجه کول، حق حقدار ته سپارل او پر خپل وخت خلکو ته د خدماتو وړاندې کول وبلل.
د یادولو وړ ده چې د تفتیش عالي ادارې د پلټنې او څارنې مؤظف پلاوی؛ درې میاشتې وړاندې د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې توظیف شو او په یاد مهال کې یې خپلې موندنې، سپارښتنې او ملاحظات د وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.
یاد پلاوې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کارکوونکو او مشرتابه پلاوي له همکاریو، د قانون سره سم د فعالیتونو له اجراآتو او د وزارت مال او شتمنیو خوندې ساتلو له امله له یاد وزارت څخه مننه وکړه.