په ننګرهار ولایت کې؛ ۱۰۸ تنو ته کاري وسایل وویشل شول
د ننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همغږۍ او د ستاسو غږ موسسې له لوري؛ د ۱۰۸ تنو د کوچنیو کاروبارونو څخه د ملاتړ په موخه په هغوی کاري وسایل او اړین مواد ووېشل شول.
هغه ناسته چې په مومندرې ولسوالۍ کې په همدې اړه جوړه شوې وه، په کې د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني یادو ماهرو کارګرو ته د غوره ګټې اخیستنې او د خپلو کاروبارونو او د محصولاتو د خرڅلاو په تړاو لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړي.
د ګټهاخستونکو په استازولۍ څو تنو د کاري وسایلو له ویش، د ولایتي ریاست له فعالیتونو او د مؤسسې له همکاریو څخه خوښې څرګنده او ژمنه یې وکړه چې له وسایلو څخه به په سالمې استفادې سره د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزو ته رسیدګي کوي.