کابل کې سلګونه امارتي او غیر امارتي کارمندانو ته د ظرفیتونو لوړولو زمینه برابره شوه؛

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
R


د کار او ټولینزو چارو وزارت انسټیټیوټ مسوولین وایي، چې سلګونه امارتي او غیرامارتي کارمندانو ته یې د ظرفیت لوړولو زمینه برابره کړې ده. 
دا انسټیټیوټ د نویو استخدام شوو امارتي او غیر امارتي کارمندانو د ظرفیت لوړونې او ارتقا لپاره لنډ مهاله او اوږدمهاله کورسونه دایروي.
د مسوولینو په وینا، چې یاد انسټیټیوټ په راتلونکې کې هم بېلا بېلو برخو کې استادانو او کارمندانو ته ښوونیز او روزنیز پروګرامونه جوړوي، چې په دغو پروګرامونو کېکابل کې سلګونه امارتي او غیر امارتي کارمندانو ته د فني او حرفوي زده کړو زمینه برابره شوه؛
د کار او ټولنیزو چارو وزارت انسټیټیوټ رئیس، شریف الله شرافت وایي، چې په یاد انسټیټیوټ کې یې په سلګونه تنه امارتي او غیر امارتي کارمندان او استادان روزلي او د فراغت سندونه یې ورکړي دي. 
نوموړی زیاتوي: "موږ د فني او حرفوي زده کړو استادانو او نوو استخدام شوو کارمندانو ته لومړیتوب ورکوو، تر څو د دوی کاري ظرفیت لوړ شي او خپلې ادارې ته ګټور تمام شي."
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال هم په دې انسټیټیوټ کې په دوو بېلا بېلو ټولګیو کې تر بېلا بېلو سرلیکونو لاندې لسګونه کارمندانو ته څلور ورځیني پروګرامونه پرانیستل شوي، چې په پای کې به کارمندان د یادې ادارې لخوا باورلیکونه هم ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۳/۲/۲۱ - ۵:۳
Background image

فراغت ۲۵ تن از یتیمان؛ از دورهٔ آموزشی کمپیوتر در پروان

بیست و پنج تن از یتیمان در پرورشگاه ولایت پروان، از یک دورهٔ آموزشی شش‌ماههٔ کمپیوتر فارغ گردیدند.
مولوی قدرت الله ذاکر؛ رییس کار و امور اجتماعی پروان می‌گوید: ریاست کار و امور اجتماعی. . .

جمعه ۱۴۰۳/۲/۲۱ - ۵:۰
Background image

توزیع بسته‌های بهداشتی برای ۵۶ تن از کودکان آسیب‌پذیر در بلخ

به اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بلخ، برای ۵۶ تن از کودکان آسیب‌پذیر در ولسوالی نهر شاهی آن ولایت از سوی دفتر IMC بسته‌های بهداشتی توزیع شد.
ریاست کار و امور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۷:۴۳
Background image

یک‌جاسازی ۱۴ کودک رد مرزی و مفقودی با خانواده‌های‌شان در بلخ، بادغیس و زابل

سیزده تن از کودکان رد مرزی کشور ایران (۸ تن در بلخ و ۵ تن در بادغیس) هم‌چنان یک کودک مفقودی در ولایت زابل که به کمک نهادهای همکار به ریاست‌های کار و امور اجتماعی آن ولایت‌ها آورده شده. . .

باز گشت به اخبار