د نورستان پرمختګ ته دې لازمه پاملرنه وشي

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۰:۵۱
R


دا خبره د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین، مولوي محمد زاهد احمدزي نورستان ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د دې ولایت له والي، قاري زین العابدین عابد سره په ناسته کې وکړه.
کتنه کې د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي د دې ترڅنګ، چې نورستان ولایت ته د خپل رسمي سفر څخه خوښي وښوده ؛ خپلو خبرو کې وویل: په خواشینۍ سره، چې دې ولایت ته لازمه پاملرنه نه‌ده شوې او اړتیا شته، ترڅو ټولې ادارې په ګډه توګه خپلو برخو کې نورستاني ولسونو ته خدمات عرضه کړي، د پروژو په عملي کولو کې پاملرنه زیاته او هم ځیني پروژې د راتلونکي مالي کال په پلان کې ونیسو. چې په دې برخه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت همکار دی او هڅه به کوي، چې د خپل وزارت اړوند د فني او حرفوي زده‌کړو برنامې پراخې او د یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو د کفالت برخې ته هم اړینه پاملرنه وکړي.
ورپسې د نورستان والي قاري زین العابدین عابد د کار او ټولنیزو چارو وزرات راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او په دې وروستیو کې د دې وزارت له لوري ترسره شوي فعالیتونه وستایل. همداراز یې څرګنده کړه: د نورستان ولسونو د تاریخپه اوږدو کې د پام وړ قربانۍ ورکړي او اوس د ټولو ګډ مسؤلیت جوړیږي، چې د پرمختګ او هوساینې په منظور یې روانې هڅې ګړندۍ او ټولګټې پروژې پلي کړي. قاري عابد زیاته کړه: له نېکمرغه څه موده وړاندې د نورستان د عمومي سړک د رغولو چارې پیل شوي دي، چې په بشپړېدو سره به یې د دې ولایت د اوسیدونکو ډیری مشکلات حل او د نورو پروژو د پلي کولو په برخه کې به هم د پام وړ سهولت برابر کړي.
د یادولو ده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین په هغې ولسي ناسته کې هم ګډون او وینا وکړه، چې په کې ګڼ شمېر علمای کرامو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون درلود.
د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي خپلو خبرو کې له خپل حکومت سره د نورستان ولایت د اوسیدونکو د ښې همغږۍ څخه ستاینه درلوده او دوی ته د خدماتو وړاندې کول یې د ټولو ګډ مسؤلیت یاد کړ.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۱۰
Background image

فراغت ۹۵ تن از آموزش‌های فن و حرفه در بامیان

به اساس تلاش و هماهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بامیان ۹۵ تن از کار آموزان فن و حرفه پس از به پایان رسانیدن برنامه آموزشی شش ماهه در بخش «فلزکاری، خیاطی و موبل و فرنیچر» سند فراغت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۹:۱۳
Background image

توزیع پول نقد برای ۸۷۸ کودک شاقه‌کار، بازمانده از مکتب، روی‌جاده، یتیم و بې‌سرپرست و فامیل‌های بی بضاعت در بغلان، بلخ، ارزگان و پنچشېر

 

به اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست‌های کار و امور اجتماعی ولایت‌های بغلان، بلخ و  ارزگان؛ برای ۸۰۰ کودک شاقه‌کار، بازمانده از مکتب، روی‌جاده، یتیم و بی‌سرپرست و از جمله ۴۰۰ در بغلان، ۳۶۰. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۴:۱۹
Background image

رهنمود فعالیت‌های شورای عالي کار تایید شد

در نشستی به ریاست الحاج ملا عبدالمنان عمري وزیر کار و امور اجتماعی و حضور نمایندگان اتحادیه‌های مربوط به کارگران، رهنمود فعالیت‌های شورای عالی کار و وظایف سکرتریت این شورا در پرنسیپ. . .

باز گشت به اخبار