د مالي او اداري چارو معین د ملي تدارکاتو ریاست له استازو سره وکتل؛
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو معین الحاج مولوي دین محمد حقبین، د خپل کار په دفتر کې د ملی تدارکاتو ریاست له استازو سره د اړونده مواردو په اړه بحثونه وکړل.
کتنه کې دواړو لوریو په تدارکاتي پروسو کې د روڼتیا، په لګښتونو کې د سپما، په خپل وخت د چارو د ترسره کېدو او په ټوله کې د پروژو له لارې هېوادوالو ته د کارموندنې په رابطه بحثونه ترسره او ټینګار وکړ، چې د تدارکاتو د قانون د تطبیق په موخه دې ټول لوري په مشترک ډول اقدام وکړي.