د کار چارو معین د خوست له والي سره وکتل
د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي خوست ولايت ته په خپل کاري سفر کې، د دې ولایت له والي مولوي عبدالله مختار سره وکتل.
کتنه کې دواړو لورو خلکو ته د خدماتو د وړاندې کولو او ستونزو ته يې د رسېدنې، د بېکارۍ کچې کمښت، د فني او حرفوي زدهکړو د برنامو د پراختیا، له یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو څخه د ملاتړ او ځینو نورو مواردو په اړه بحثونه او خبرې وکړې.
مولوي عبدلله مختار مختلفو برخو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت فعالیتونه او لاستهراوړنې وستايلې او په خوست ولايت کې يې د ځينو ټولګټو پروژو د تطبیق او هم اړوندو برخو کې د پرمختګونو په اړه معلومات شریک او له اړوند وزارتونو یې وغوښتل چې د خوست ولایت د پرمختګ او ستونزو د حل په موخه پاملرنه زیاته کړي.
د کار چارو معین هم له محلي ادارې سره د خوستمېشتو ولسونو له ښې همغږۍ او نږدې همکارۍ څخه په ستاینې سره ډاډ ورکړ، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت به امکاناتو ته په کتو اړوندو برخو کې خپل خدمات پراخ کړي.
