د نيمه رسمي فني او حرفوي زده کړو د زده کړيالانو لارښود غني کولو اړوند ورکشاپ جوړ شو.

دغه ورکشاپ چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت کې جوړ شوی وه، په کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت اړوندو مسؤلينو تر څنګ د لوړو زده کړو وزارت، تخنيکي او مسلکي زده کړو خپلواکې ادارې او GIZ دفتر استازو برخه اخيستې وه.
د کاري چارو مرستيال سيد عبدالکريم هاشمي، د خبرو په ترڅ کې ياد لارښود مهم ياد کړ او له ګډون کوونکو يې و غوښتل څو د لارښود د لا زيات غني کېدو په موخه سره هر اړخير بحث او خبرې و کړي.
وروسته لارښود د حامد فرمولي له خوا ګډون کوونکو سره شريک او د لا غني کولو په موخه يې د ګډون کوونکو له خوا ګروپي کار تر سره شو.
دغه لارښود به د مسؤلينو تر تائيد وروسته د نيمه رسمي فني او حرفوي زده کړو بهير کې پلی شي.