د کار او ټولنيزو چارو وزارت ته د زر جلده قران کريم هديه کېدل
د ماليزيا هېواد د عمل بنسټ استازي له لوري، کار او ټولنيزو چارو وزارت ته زر جلده قرآن عظيم شان هديه شول.
د ماليزيا هېواد د عمل بنسټ دغه شمير قران کريمونه چې وړاندې د ياد بنسټ د مرستيال له لوري ژمنه شوې وه؛ نن د ياد بنسټ د استازي له لوري د وزارت مقام ته و سپارل شول.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت وزير ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د ماليزيا هېواد د عمل بنسټ دغه باازرزښته هديې نه د مننې ترڅنګ له کار او ټولنيزو چارو وزارت سره د لا زياتو مرستو غوښتنه وکړه.