د ترکیې هېواد د زمره خیریه بنسټ له مسؤلینو سره د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال لیدنه

naweed_admin
ثلاثاء, مايو 23 2023 8:42 صباحا
a
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي دین محمد حقبین نن د خپل کار په دفتر کې د ترکيې هېواد د زمره خیریه بنسټ له مسؤلینو سره وکتل. کتنه کې د زمره خیریه بنسټ مسؤل محمد حسن د خپلو فعالیتونو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ، هیله څرګنده کړه چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت دې په کابل ښار کې یوه اندازه ځمکه د دې خیریه بنسټ په اختیار کې ورکړي ترڅو په کې یو باب دارالایتام جوړ او ۲۵۰ تنو یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته سرپناه برابره شي. ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال خپلو خبرو کې افغانستان سره د دوست هېواد ترکیې له مرستو څخه په مننې سره وویل: دا چې افغانان له کلونو راهیسې له ګڼو ستونزو سره مخ دي نو تمه کیږي چې د ترکیې هېواد د هغوی لاسنیوی او په مختلفو برخو کې ورسره لازمې مرستې او همکارۍ وکړي. همداراز یې چمتو والی وښود چې د وزارت اړوند یوه اندازه ځمکه به د دارالایتام جوړولو په موخه د زمره خیره بنسټ په اختیار کې ورکړي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار