د ترکیې هېواد د زمره خیریه بنسټ له مسؤلینو سره د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال لیدنه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۸:۴۲
a
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي دین محمد حقبین نن د خپل کار په دفتر کې د ترکيې هېواد د زمره خیریه بنسټ له مسؤلینو سره وکتل. کتنه کې د زمره خیریه بنسټ مسؤل محمد حسن د خپلو فعالیتونو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ، هیله څرګنده کړه چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت دې په کابل ښار کې یوه اندازه ځمکه د دې خیریه بنسټ په اختیار کې ورکړي ترڅو په کې یو باب دارالایتام جوړ او ۲۵۰ تنو یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته سرپناه برابره شي. ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال خپلو خبرو کې افغانستان سره د دوست هېواد ترکیې له مرستو څخه په مننې سره وویل: دا چې افغانان له کلونو راهیسې له ګڼو ستونزو سره مخ دي نو تمه کیږي چې د ترکیې هېواد د هغوی لاسنیوی او په مختلفو برخو کې ورسره لازمې مرستې او همکارۍ وکړي. همداراز یې چمتو والی وښود چې د وزارت اړوند یوه اندازه ځمکه به د دارالایتام جوړولو په موخه د زمره خیره بنسټ په اختیار کې ورکړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۶ - ۹:۲۱
Background image

خبرتیا

د غویی اتمه (د افغانستان د خلکو د مقدس جهاد د بریا ورځ) په هیواد کې عمومي رخصتي ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳ - ۱۲:۲۴
Background image

په کار پورې اړوند روغتیایي زیان د خسارې د جبران په مقررې د بحث لومړنۍ ناستې ترسره شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري چارو مرستیال مولوي دین محمد حقبین په مشرۍ او د اړونده ادارو د استازو په ګډون په کار پورې اړوند روغتیایي زیان د خسارې د  جبران په مقررې د بحث. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۸:۴۲
Background image

د ترکیې هېواد د زمره خیریه بنسټ له مسؤلینو سره د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال لیدنه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي دین محمد حقبین نن د خپل کار په دفتر کې د ترکيې هېواد د زمره خیریه بنسټ له مسؤلینو سره وکتل. کتنه کې د زمره خیریه بنسټ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۸:۳۹
Background image

د ځاځیو کابل‌مېشته قومي شورا له لورې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختیا د لوی ریاست مسؤلین وستایل شول

 
د ځاځیو کابل‌مېشته قومي شورا؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختیا د لوی ریاست په ځانګړې ډول د افغانجایکا مسؤلین د ستاینلیکونو او ډالیو په ورکړې سره وستایل.
ناسته کې د. . .

بیرته خبرونو ته