نیمروز کې ۸۰ تنو ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۶:۱۰
n

د نیمروز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د فني او حرفوي زده کړو مرکز ته د داوطلبانو د لارموندنې په موخه آزموینه واخیستل شوه. 
په دې آزموینه کې ۲۰۰ تنو ځوانانو ګډون کړی وو، چې له دې جملې څخه تر آزموینې اخیستلو وروسته ۸۰ تنه ځوانان په شرایطو برابر او بریالي وبلل شول، چې بریاليو شويو ځوانانو ته به په څلورو (خیاطۍ، نجارۍ، موبایل او یخچال جوړولو) رشتو کې د شپږ میاشتنیو عملي او نظري زده‌کړو پروګرام جوړ او تر فراغت وروسته به ورته سندونه توزیع او د ماهرو او نیمه ماهرو کاریګرو په توګه به د کار بازار کې شامل شي. 
ورته مهال په دې وروستیو کې د نیمروز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه ۵۰ تنه ځوانان د نجارۍ، موبایل او یخچال جوړولو حرفو له شپږ میاشتنیو زده‌کړو وروسته فارغ او د ماهرو او نیمه ماهرو کاریګرو په توګه ټولنې ته وړاندې شول. 
هېره دې نه وي، چې د فني او حرفوي زده‌کړو پروګرامونه د کار او ټولنیزو چارو وزارت له بودجې څخه تمویلېږي او موخه یې د کار بازار د اړتیاوو په اساس د ماهرو کاریګرو عرضه، د کاري فرصتونو برابرول، د ټولنې ځان بسیاینه، مستحقو ځوانانو ته کارموندنه او د بېکارۍ او بېوزلۍ د کچو ټیټول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۸
Background image

توزیع بسته‌های خوراکی، برای ۶۳ خانوادهٔ نیازمند در بلخ

به اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بلخ، برای ۶۳ خانوادهٔ کودکان یتیم؛ بسته‌های خوراکی که در برگیرندهٔ آرد، بوره، چای، عدس، لوبیا، نخود، روب، خرما، روغن و برنج می. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۴
Background image

توزیع پوشاک زمستانی، برای ۶۳۶ خانوادهٔ نیازمند در ولایت سرپل

به اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت سرپل، برای ۶۳۶ خانوادهٔ نیازمند، یتیم و بازمانده‌گان شهدا در آن ولایت؛ بسته‌های پوشاک زمستانی که در برگیرندهٔ ۵ ثوب جاکت، ۴ جوره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۱:۵۶
Background image

فراغت ۲۶۶ تن، از بخش‌ فن و حرفه‌ در هرات

دو صد و شصت و شش تن از جوانان در ولایت هرات؛ پس از فراگیری آموزش‌های فنی و حرفه‌ای شش‌ماهه در بخش‌های خیاطی، ترمیم مبایل، برق‌کشی ساختمان، ترمیم ابزار برقی خانه‌گی و ترمیم موترسایکل از. . .

باز گشت به اخبار