په پکتیا کې ۸۰ تنه اړمنو کورنیو سره د خیاطۍ د وسایلو مرسته وشوه

د پکتیا ولایت کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ د یاد ولایت مرکز اړوند رباط او احمدآبه ولسوالۍ کې ۸۰ تنو اړمنو کورنیو ته د ۷۲۰۰۰۰ افغانيو په ارزښت د خیاطۍ و سایلو مرسته د یو شمېر مسؤلینو په شتون کې ووېشل شوه.
هغې غونډې ته، چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه؛ د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئيس قاري محمد رحیم نصرت له DAWEO همکارې مؤسسې څخه د مننې سربېره له نورو مؤسساتو او خیریه بنسټونو څخه هم دې ته ورته مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه.