د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د مخدره توکو د استعمال څخه د وقایې تر نامه لاندې یوه ورځینی روزنیزه برنامه پای ته ورسېده

د کار او ټولنیزو په وزارت کې د مخدره توکو د استعمال څخه د وقایې تر نامه لاندې یوه ورځینی روزنیزه برنامه، چې یو شمېر رئیسانو، آمرینو او د وزارت د کارکوونکو په کې ګډون درلود؛ پای ته ورسېده.
په پیل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو تأمیناتو د تنظیم رئیس شیخ نورالله مکي د اسلام له نظره د مخدره موادو د کښت، تجارت، پروسس او همدارنګه د استعمال پر زیانونو خبرې وکړي، او د پر ټولنه او افرادو یې د منفې اغیزو او همدارنګه د زیانمن قشر پر زیاتوالی رڼا واچوله.
برنامه د جنګلک ۴۵۰ بستریز روغتون رئیس ډاکټرعبدالقادر دانشمل له لوري د مخدره موادو د پیژندنې، په دې ناوړه عمل د اخته کیدو لاملونو، د مخدره موادو په ناوړه خاصیتونو او له دغې شومې ښکارندې څخه د خلاصون په موخه تفصیلي خبرې وکړې.