د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د مخدره توکو د استعمال څخه د وقایې تر نامه لاندې یوه ورځینی روزنیزه برنامه پای ته ورسېده

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۵:۱۳
مخدره توکي

 

د کار او ټولنیزو په وزارت کې د مخدره توکو د استعمال څخه د وقایې تر نامه لاندې یوه ورځینی روزنیزه برنامه، چې یو شمېر رئیسانو، آمرینو او د وزارت د کارکوونکو په کې ګډون درلود؛ پای ته ورسېده.
 په پیل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو تأمیناتو د تنظیم رئیس شیخ نورالله مکي د اسلام له نظره د مخدره موادو د کښت، تجارت، پروسس او همدارنګه د استعمال پر زیانونو خبرې وکړي، او د پر ټولنه او افرادو یې د منفې اغیزو او همدارنګه د زیان‌من قشر پر زیاتوالی رڼا واچوله.
برنامه د جنګلک ۴۵۰ بستریز روغتون رئیس ډاکټرعبدالقادر دانشمل له لوري د مخدره موادو د پیژندنې، په دې ناوړه عمل د اخته کیدو لاملونو، د مخدره موادو په ناوړه خاصیتونو او له دغې شومې ښکارندې څخه د خلاصون په موخه تفصیلي خبرې وکړې.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۶
Background image

کابل کې له فني او حرفوي زده‌کړو څخه ۱۲۶ تنه ځوانان فارغ شول


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختیا لوی ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د کابل ښار د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه ۱۲۶ تنه ځوانان په ودانیزو برېښنا، نلدوانۍ، فلزکارۍ او خیاطۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۲:۳۲
Background image

د کار چارو معین د زندانونو د چارو د سمون ادارې په روزنیز سمینار کې ګډون او وینا وکړه


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د زندانونو چارو د سمون ادارې په روزنیز سیمینار کې چې  موخه یې د چارو د غوره تنظیم وه ګډون او وینا وکړه. 
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د کار عالي شورا نوبتي ناسته ترسره شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ، د صنایع او معدن خونو د وړاندیزونو د ارزونې او د تېرو پرېکړو د تعقیب په موخه، د کار عالي شورا اوومه. . .

بیرته خبرونو ته