د کارکوونکو ظرفيت لوړول، د هرې ادارې بسټيزه اړتيا ده.
د وړکتونونو ۳۲ تنه کارکوونکو ته چې د ظرفيت لوړولو په موخه ورته د ملکي خدمتونو انستيتوت له خوا د اداري اساساتو او مديريت اړوند ځانګړی پروګرام جوړ شوی وه؛ نن ورته تصديق پاڼې و ويشل شوې.
د تصديق پاڼو ويشلو پروګرام کې د وړکتونونو رئيسې حوريه فيضي سردار زاده او د ملکي خدمتونو انستيتوت رئيس احمد جاويد شکيب د ظرفيت لوړولو اړوند خبرې وکړې او د کار کوونکو ظرفيت لوړول يې د هر ادارې له بنسټيزو اړتياوو څخه ياد کړل.
د ملکي خدمتونو انستيتوت عمومي رئيس د خپلو خبرو په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې د وړکتونونو کارکوونکو ته به د ظرفيت لوړولو نور پروګرامونه هم جوړ کړي.
همدارنګه د وړکتونونو رياست عمومي رئيس حوريه فيضي سردار زاده د ملکي خدمتونو رهبرۍ او استادانو له همکارۍ مننه وکړه او د لا زياتو اړونده ښوونيزو پروګرامونو جوړولو د همکارۍ غوښتنه يې وکړه.