د کار او ټولنيزو چارو وزير سره د بهرنيو چارو وزارت د ارشد ديپلومات او همکارو ټولنو د مسؤلينو ليدنه

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج د بهرنيو چارو وزارت ارشد ديپلومات سيدحامد انوري، د افغان ريليف فند بنسټ ايښودونکي او د کابل خصوصي روزنتونو رئيس محمد رضا افشار، د پوهنتون استاد سيد ميرويس هاشمي او د طلوع شمس خصوصي ليسې مدير سره خپل کاري دفتر کې و کتل او د بې سرپرسته ماشومانو د ملاتړ اړوند يې ورسره هر اړخيزې خبرې وکړې.
د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج د نوري او افشار د خبرو د اوريدو ترڅنګ د کابل خصوصي روزنتون د بشر دوستانه مرستو او فعاليتونو څخه د مننې ترڅنګ د دواړو لوريو ترڅنګ پر دوه اړخيزه همکارۍ ټينګار او ژمنه و شوه.