د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ستراتيژيک پلان مسودې بيا کتنه

publish
Sat, Jun 12 2021 9:15 PM
3

 

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ستراتيژيک پلان د مسودې کتنې او غني کولو اړوند ناسته د وزارت د غونډو تالار کې و شوه، چې په کې د دې وزارت د برنامو جوړولو او پلانونو طرحې رياست تخنيکي کارکوونکو او يو شمير بهرنيو سلاکارانو هم برخه اخيستې وه. 
د ناستې پيل کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د پلان د طرحو او برنامو جوړولو رياست آمر ميرويس نيازي د ستراتيژيک پلان د مسودې اړوند معلومات وړاندې کړل او ياد سند يې د وزارت د راتلونکو پنځه کلونو سترتيژيکو موخو لپاره مهم ياد کړ. 
وروسته د مسودې اړوند د وزارت د (MRSD) پروګرام مسؤل داکتر ستيفن خبرې و کړې و يې ويل: اوسنی ستراتيژيک پلان د وزارت يو معتبره سند دی چې ياد وزارت به د اصلاحاتو، ظرفيت لوړولو او نويو سيستمونو جوړولو برخه کې ګټور تمام شي؛ ښاغلي ستيفن زياته کړه چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ستراتيژيک پلان مسودې په بشپړيدو او ظرفيت لوړيدو سره به مرسته کوونکي هېوادونه دې وزارت ته لا زياته او ځانګړې پاملرنه وکړي. 
په ناسته کې د وزارت د پلانونو د طرحې او برنامو جوړولو رياست کارکوونکو نورالدين جليلي او تړون يوسفي د وزارت د نوي ستراتيژيک پلان د جوړښت او نهايي کولو پر ميکانيزم معلومات وړاندې کړل او همدارنګه يې د کار بازار مديريت اړوند د جوړې شوې مسودې په هکله هم ګډون کوونکو سره معلومات شريک کړل. 
ناسته کې ټولو ګډونوالو د ستراتيژيک پلان مسودې غني کولو او څيړلو اړوند هم خپل نظرونه شريک کړل. 
د ويلو دی چې  (GIZ) دفتر د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ د کار او ټولنيزو چارو وزارت کې د ظرفيت لوړولو پروګرامونو او سيستم جوړولو ترڅنګ د ستراتيژيک پلان نهايي کولو برخه کې هم بهرني سلاکاران ګمارلي، چې د يادو سلاکارانو په همکارۍ به د وزارت د راتلونکو پنځه کلونو لپاره ستراتيژيک پلان ترتيب او نهايي شي.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS