د هر حکومت په ځان بسياينه د ځواکمنو او مسلکي کادرونو ځوانانو پورې تړلې

naweed_admin
Wed, Apr 06 2022 7:08 PM
W


دغه خبره د کار چارو مرستيال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د افغان ـ کوريا د فني او حرفوي زده کړو انستيتيوت کې د نوي ښوونيز کال پرانست غونډه کې وکړه. 
د کار چارو مرستيال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د افغان ـ کوريا انستيتوت د ۱۴۰۱ ښوونيز کال پرانست غونډه کې وويل، چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ټولو ادارو ترمنځ يو اساسي او محوري وزارت دی؛ موږ په دې هڅه کې يو؛ څو د يوې مهمې او اساسي ادارې په توګه د نورو ادارو په همکارۍ په هېواد کې د بېوزلۍ، او بې روزګارۍ کچه کنټرول او ختمه کړو.
مولوي مخدوم زياته کړه: کار د اسلام په مبارک دين کې خاص ځای او ارزښت لري؛ نوموړي همدارنګه د کار را منځ ته کول او بې وزلۍ له منځه وړل د حکومتونو په ټينګښت کې يو مهم اساس ياد کړ و يې ويل، چې بيکاري او بېوزلي ده، چې د حکومتونو اساس نړوي او له منځه يې وړي؛ نو اړينه ده، چې په ټول توان او په ګډه د کارموندنې او فقر له منځه وړلو لپاره هڅې وکړو. 
په دې ناسته کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي دين محمد حقبين هم د اسلام مبارک دين له نظره د کار او مسلک اړوند خبرې وکړې او شاګردان يې خپلو درسونو ته تشويق او متوجه کړل.
د نوي ښوونيز کال پرانست غونډه کې د وزارت مقام د دفتر رئيس مولوي شريف الله، د مهارتونو د پراختيا رئيس مولوي عبدالولي، بهرنيو اتباعو ته د کار جواز ويشلو رئيس مولوي عبدالرحمن او د افغان ـ کوريا د فني او حرفوي زده کړو انستبتوت امر غلام فاروق هم خبرې وکړې او د نوي ښوونيز کال د پيل او د اسلام مبارک دين په رڼا کې د زده کړو پر ارزښت يې هر اړخيزې خبرې و کړې.
د ويلو دی، چې نوي ښوونيز کال کې د افغان ـ کوريا انستيتوت ته ۵۳۰ تنه شاګردان جذب شوي، چې د شپږو مياشتو او يو کال په بهير کې به په اوو مختلفو څانګو کې تر روزنې وروسته ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شي.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 3:09 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Met with the Minister of Economy

 

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, along with his delegation, met with the Minister of Economy, Alhaj Qari Din Mohammad Hanif, and they. . .

Mon, Apr 06 2026 2:36 PM
Background image

Hundreds of Individuals Recovered from Drug Addicts Graduated from Vocational and Technical Training Programs

 

A total of 300 individuals who had recovered from drug addiction graduated from its sixth training term. These people received vocational and technical training in Pul-e-Charkhi. . .

Sun, Apr 05 2026 2:39 PM
Background image

The Directorate of Legislation and Labor Rights has provided 1,060 written and oral legal consultations

Following the resumption of power in Afghanistan by the Islamic Emirate of Afghanistan, the Directorate of Legislation and Labor Rights of the Ministry of Labor and Social Affairs. . .

BACK TO NEWS