د راستنېدونکو هىوادوالو د ثبت په موخه تورخم، سپين بولدک او اسلام قلعې بندرونو ته تخنيکي ټيمونه ولىږل شول

naweed_admin
Mon, Nov 06 2023 9:37 AM
ئ


د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست الحاج ملاعبدالمنان عمری له هدايت سره سم، ددې وزارت درې گونو کاري ټيمونو د اىران او پاکستان هيوادونو څخه د راستنېدونکو هىوادالو د ثبت په موخه؛ تورخم، سپىن بولدک او اسلام قلعې بندرونو ته سفرونه پىل او خپلې اړونده دندې ىې پىل کړې.
ىو ٥٠ کسىز ټىم د کار په برخه کې د وزارت مقام ستر سلاکار قاري عبدالرحيم ودود په مشرۍ استول شوې، دوه کوچنى ګروپونه سپىن بولدک او اسلام قلعې بندرونو ته هم لىږدول شوي دي.
ىادو  ګروپونو د افغانستان اسلامي امارت له لوري د پاکستان او اىران هىوادونو څخه راستنېدونکو هىوادوالو د خدماتو د تنظىم کميټې تر چتر لاندې خپلې دندې پىل او تر دې مهاله توانىدلي چې ١٤٠٠٠ تنه راستنېدونکې هىوادوال ثبت او راجسټر  او  د هغوى د تنظيم په برخه کې مرسته وکړي ¡هغوى ته لازمې اسانتىاوې رامنځته کړي او ستونزو ته ىې د امکان تر حده پورې حل‌لارې ولټوي.
د کار او ټولنىزو چارو وزارت د تخنىکي ټيمونو په ترکىب کې د وزارت مقام سلاکاران، رئىسان او  تر پنځوسو تنو زىات کارکوونکي ګډون لري؛ چې په دوو شفټونو کې به په ٢٤ساعته ډول خپل مسؤليتونه پرمخ بيايي.
ىادو تخنىکي ټىمونو له ځانه سره د کاري وساىلو سربېره د کار او ټولنىزو چارو وزارت څو عرادې نقلىه وساىط هم بىولې چې په وړىا توګه راستنېدونکي هىوادوال خپلو سيمو ته ولېږدوي.
د کار او ټولنىزو چارو وزارت سرپرست وزير الحاج ملا عبدالمنان عمري په ىادو ګروپونو کې خپلو کارکوونکو ته دنده سپارلې چې د بېرته راستنېدونکو هىوادوالو د ثبت سربېره دې د هغوى د تعلىمي او د فن او حرفې مهارتونو کې د هغوى علمي او هنري وړتىاوو کچه تثبىت کړي، ترڅو په راتلونکى کې هغوى ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې اسانتىاوې رامنځته شي، د ورکو شويو ماشومانو په پىداکولو او کورنىو سره د هغوى بىاځلي ادغام او د بې سرپرسته ماشومانو په پېژندلو کې هم جدي اقدامات وکړي.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS