دټولنیز خوندیتوب سکتور میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو د رئيس په مشرۍ او د اړونده ادارو او مؤسساتو د استازو په ګډون؛ د ټولنیز خوندیتوب سکتور میاشتنۍ غونډه ترسره او په کې د تېرې میاشتې د فعالیتونو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه د بحثونو سربېره، د راتلونکې میاشتې کاري استقامتونه هم مشخص شول.
د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس قاري محمد رحیم نصرت د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د سکتوري ریاستونو ترمنځ یې د همغږۍ او نږدې اړیکو غوښتنه درلوده. په همدې توګه یې ټینګار درلود چې غیر دولتي مؤسسې دې خپل فعالیتونه د کار او تولنیزو چارو وزارت سره د شوي هوکړه لیک په اساس چمتو کړي ترڅو په چارو کې سکتګي رامنځته نشي.
ناسته کې حاضرو د سکتوري ریاستونو او د غیر دولتي مؤسساتو استازو هم پخپل وار د چارو ښه پرمختګ، نږدې همکارۍ او د فعالیتونو د پراخېدو په اړه خپل نظریات، وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړي.