کابل ولایت کې په ۵۱۴ تنو یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ژمنۍ جامې ووېشل شوې
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مدیریت او همغږۍ، د کابل ولایت د مختلفو ناحیو ۵۱۴ تنو یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو سره د ژمنیو جامو مرسته وشوه.
تېره ورځ د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو څخه د ساتنې شبکې د ریاست او د العین مؤسسې د استازو په شتون کې؛ یاده مرسته په یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو چې څه موده وړاندې سروې او پېژندل شوي وو، ووېشل شوه. او په کې جمپر، جاکټ، جامې، بوټان او ځینې نور د پوښاک توکي وو.