د کارموندنې خبرتیا!

naweed_admin
R


د کار او ټولنیزو چارو وزارت کار اهل ته د سپارلو او مجربو افرادو د جذب او ګمارنې په منظور غواړي خپل اړوند لاندې نهه تش بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته وسپاري:
۱- پنځمه رتبه بست د حرفې استاد؛  (پنځه بستونه).
۲-  څلورمه رتبه بست د انسټیټیوټ استاد؛ (دوه بستونه). 
۳- څلورمه رتبه بست د تهیې او تدارکاتو ریاست مسلکي غړی؛ ( یو بست).
۴- درېیمه رتبه بست د مالي او حسابي چارو ریاست د بودجې آمر؛ (یو بست).
د دې اعلان له لارې په شرایطو برابرو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د یادو بستونو د فورمونو او دندو د لایحو د ترلاسه کولو په موخه د ۱۴۰۳ کال د سنبلې میاشتې تر ۲۷مې نېټې پورې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري سرچینو ریاست د استخدام آمریت ته مراجعه وکړي.
پته : د کار او ټولنیزو چارو وزارت، لومړی مکروریانو مارکېټ ته مخامخ، کابل- افغانستان .