کابل کې ٢٠ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده کړو فارغ شول

naweed_admin
Thu, Dec 19 2024 11:55 AM
n

کابل کې د فني او حرفوي زده کړو له یوه خصوصي مرکز څخه ٢٠ تنه ځوانان د کمپیوټر جوړولو حرفې له شپږ میاشتنیو زده کړو وروسته فارغ او د دې حرفې کاري وسایل پرې ووېشل شول. 
د دې ځوانانو په فراغت غونډه کې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې فارغو شویو ځوانانو ته د مبارکۍ سربېره وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماهرو کاریګرو د روزنې او تنظیم په موخه اوسمهال د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د دې وزارت اړوند د فني او حرفوي زده کړو په مرکزونو کې سلګونه تنه ځوانان تر روزنې لاندې دي، چې تر فراغت وروسته به د هېواد د ځان بسیاینې په برخه کې خورا ګټور تمام شي. 
د کار چارو معین له همکارې مؤسسې څخه د مننې سربېره له نورو مؤسسو هم وغوښتل، چې د دې کړېدلي ولس سره د مرستې او لاسنیوي په برخه کې د دې وزارت سره په همغږۍ خپلو فعالیتونو کې پراخوالی راولي.
ورپسې د فني او حرفوي زده‌کړو د مراکزو د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز څرکنده کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکزونو ماسېوا د دې وزارت سره په همغږۍ د هېواد په مختلفو سیمو کې ګڼ شمېر خصوصي مرکزونه هم فعالیت کوي، چې هر کال په سلګونه تنه ځوانان د کار بازار ته عرضه کوي. نوموړي د خپلو خبرو په دوام له فارغو شویو زده‌کوونکو وغوښتل، چې د کسب شویو مهارتونو څخه په استفادې خپلو هېوادوالو ته ګټور خدمات وړاندې کړي. 
په پای کې د ASTO همکارې مؤسسې استازي په خپله لنډه وینا د خپلو فعالیتونو په هکله د معلوماتو شریکولو ترڅنګ د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ښې همغږۍ او همکارۍ څخه خوښي څرګنده کړه. 
د یادونې وړ ده، چې د فراغت غوندې په پای کې د همکارې مؤسسې په ملاتړ پر فارغو شویو ځوانانو د کاري وسایل ترڅنګ د دې حرفې سندونه هم ووېشل شول.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS