د کار انسټیټیوټ کې د ظرفیت لوړونې شپږ ورځينی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

media_admin
Sat, Jan 18 2025 11:28 AM
کار انسټیټیوټ

  د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د کار په انسټیټیوت کې د ادارې او کارکوونکو حقوق، امتیازات او مکلفیتونو څخه د پوهاوي تر عنوان لاندې د ظرفیت‌لوړونې شپږ ورځينی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده. د ورکشاپ پایغونډې ته، د کار انسټیټیوت رئیس شریف‌الله شرافت په خپلو خبرو کې وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خپلو نور مسؤلیتونو ترڅنګه له ټولو امارتي او غیر امارتي ادارو څخه د کارکوونکو د غوښتنو په اساس په مختلفو برخو کې د ظرفیت‌لوړولو په منظور لنډ مهاله او اوږد مهاله عملي او نظري روزنیز ورکشاپونه په لاره اچولي دې. تر څو ګن شمېر هېوادوال ترې برخمن شي او په ورځنیو کارونو کې ترې استفاده وکړي. همدراز نوموړي د خپلو راتلونکو برنامو په هکله خبرې وکړې او له ګډون‌والو څخه یې وغوښتل، چې په یاد روزنیز ورکشاپ کې تر لاسه شوو معلوماتو، تجروبو او مهارتونو څخه په ورځینو فعالیتونو کې استفاده وکړي تر څو د غوره خدماتو په وړاندې کولو کې چټکتیا راشي.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 3:09 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Met with the Minister of Economy

 

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, along with his delegation, met with the Minister of Economy, Alhaj Qari Din Mohammad Hanif, and they. . .

Mon, Apr 06 2026 2:36 PM
Background image

Hundreds of Individuals Recovered from Drug Addicts Graduated from Vocational and Technical Training Programs

 

A total of 300 individuals who had recovered from drug addiction graduated from its sixth training term. These people received vocational and technical training in Pul-e-Charkhi. . .

Sun, Apr 05 2026 2:39 PM
Background image

The Directorate of Legislation and Labor Rights has provided 1,060 written and oral legal consultations

Following the resumption of power in Afghanistan by the Islamic Emirate of Afghanistan, the Directorate of Legislation and Labor Rights of the Ministry of Labor and Social Affairs. . .

BACK TO NEWS