په خوست کې د فني او حرفوي زدهکړو څخه د شل تنو ځوانانو فراغت؛
د خوست ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ د یاد ولایت له مختلفو ولسوالیو څخه شل تنه ځوانان له فني او حرفوي زدهکړو فارغ او کاري وسایل پرې ووېشل شول. یاد ځوانان د مبایل ترمیم په حرفه کې تر اووه میاشتنیو نظري او عملي زدهکړو وروسته د ماهرو ګاریګرو په توګه د کار بازار ته وړاندې شول. هغې غونډې ته، چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د خوست ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس الحاج مولوي امر صاحب جان حقاني په خپلو خبرو کې د کاري وسایلو د وېش له امله له همکارې مؤسسې ADA څخه دمننې سربېره؛ له نورو مؤسساتو او خیریه بنسټونو څخه هم دې ته ورته مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه.