د داخلي تفتیش د رئیس په مشرۍ پلاوی؛ د جنوب‌ختیځو ولایتي ریاستونو چارې ارزوي

media_admin
Sat, Feb 15 2025 10:30 AM
لوګر ولایت

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د داخلي تفتیش د رئیس ملا شرف‌الدین شرف په مشرۍ یو پلاوي، د جنوب او د جنوب‌ختیځو ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو د چارو د ارزونې په موخه سفر پیل کړ.
د داخلي تفتیش رئیس ملا شرف‌الدین شرف او ورسره مل پلاوي په پیل کې، د لوګر ولایت  د کار او ټولنیزو چارو ریاست له ورځنیو کاري فعالیتونو او خدماتو، فني او حرفوي زده‌کړو د مرکز او روزنتون څخه لیدنه وکړه او هلته یې د میشتو یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو جاج واخیست او د غوره خدماتو د وړاندې کولو په موخه یې ولایتي کارکوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
هېره دې نه وي، چې د دې سفر په ترڅ کې به د وزارت استول شوی پلاوی د جنوب‌ختیځې حوزې (لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو)؛ د ولایتي ریاستونو چارې هم له نږدې و ارزوي او د هغوی د خدماتو او فعالیتونو، فني او حرفوي زده‌کړو له مرکزونو او روزنتونونو کې د زده‌کړو د بهیر څرنګوالي څخه به لیدنه او څارنه کوي او د اړتیا په صورت کې به د محلي ادارو له مسؤلینو سره ناستې ترسره او د کار او ټولنیزو چارو ولایتي ریاستونو څخه د ملاتړ په موخه به د هغوی پاملرنه جلب کوي.

Latest news

Wed, Dec 27 2023 9:34 AM
Background image

MOLSA Concludes 22 Agreements with 15 different organizations

Ministry of Labor and Social Affairs has concluded 22 agreements in various fields with fifteen organizations by the worth of more than $30 Million.
We are so happy to announce the. . .

Thu, Jun 08 2023 9:46 AM
Background image

MOLSA’s Acting Minister meets with ILO’s Country Director

Alhaj Mullah Abdul Manan Omari Acting Minister of Labor and Social Affairs, accompanied with Mawlawi Din Muhmmad Haqbeen Deputy Finance and Administrative Minister and Mullah. . .

Tue, Jun 06 2023 10:41 AM
Background image

MOLSA’s Acting Minister meets with Turkish ambassador

Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, Acting Minister of Labor and Social Affairs, accompanied by Mullah Sharafuddin Sharaf, Chief of staff, met in his office with Jehat Arginai, Turkish. . .

BACK TO NEWS