د داخلي تفتیش د رئیس په مشرۍ پلاوی؛ د جنوبختیځو ولایتي ریاستونو چارې ارزوي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د داخلي تفتیش د رئیس ملا شرفالدین شرف په مشرۍ یو پلاوي، د جنوب او د جنوبختیځو ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو د چارو د ارزونې په موخه سفر پیل کړ.
د داخلي تفتیش رئیس ملا شرفالدین شرف او ورسره مل پلاوي په پیل کې، د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له ورځنیو کاري فعالیتونو او خدماتو، فني او حرفوي زدهکړو د مرکز او روزنتون څخه لیدنه وکړه او هلته یې د میشتو یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو جاج واخیست او د غوره خدماتو د وړاندې کولو په موخه یې ولایتي کارکوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
هېره دې نه وي، چې د دې سفر په ترڅ کې به د وزارت استول شوی پلاوی د جنوبختیځې حوزې (لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو)؛ د ولایتي ریاستونو چارې هم له نږدې و ارزوي او د هغوی د خدماتو او فعالیتونو، فني او حرفوي زدهکړو له مرکزونو او روزنتونونو کې د زدهکړو د بهیر څرنګوالي څخه به لیدنه او څارنه کوي او د اړتیا په صورت کې به د محلي ادارو له مسؤلینو سره ناستې ترسره او د کار او ټولنیزو چارو ولایتي ریاستونو څخه د ملاتړ په موخه به د هغوی پاملرنه جلب کوي.