ارزګان کې ۱۲۷ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

media_admin
Wed, Aug 06 2025 12:29 PM
ارزگان

د ارزګان ولايت د کار او ټولنیزو چارو رياست په هڅو؛ په مرکز ترینکوټ کې ۱۲۷ تنه ځوانان د مبایل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو د انجن ترمیم، موټروایرینګ او موټرسایکل په حرفو کې تر شپږ مياشتنيو نظري او عملي زدهکړو وروسته فارغ او د ماهرو کارګرانو په توګه د کار بازار ته وړاندي شول.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت جوړ شوي وو؛ د ارزګان ولایت مرستیال والي، د ولایت اړوند یو شمېر ادارو رئیسانو، د ریاست کارکوونکو او د رسنیو مسؤلینو په شتون کې؛ یادو ځوانانو ته د فراغت سندونه ووېشل شول.

غونډې ته د ارزګان ولایت مرستیال والي الحاج مولوي باري‌ګل طالب په خپلو خبرو کې فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ سربېره وویل: د افغانستان اسلامي امارت د مسؤلینو هڅه داده، چې ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې کاري فرصتونه رامنځته کړي ترڅو په ټولنه کې د بېکارۍ کچه را ټیټه شي.

ورپسې د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس الحاج قاری عزیزالله جهادمل هم په خپلو خبرو کې له فارغ شویو ځوانانو څخه غوښتنه وکړه، چې له ترلاسه شویو زده‌کړو، مهارتونو او وخت څخه په غوره ډول استفاده وکړي او خپلو کورنیو لپاره حلال رزق وګټي. 

همداراز نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، دا زمونږ دنده او مسؤلیت دی، چې دې ته ورته نورې ګټورې برنامې هم تنظیم کړو؛ ترڅو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او په ټولنه کې شته ستونزي تر یوه حده له منځه لاړي شي.

د یادونې وړده، چې د یادو ځوانانو له فراغت وروسته؛ ۶۸ تنه نور ځوانانو ته هم د موټر سایکل ترمیم، د موټرانجن ترمیم او د خیاطۍ په حرفو کې د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه.

Latest news

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

Thu, Apr 23 2026 8:55 AM
Background image

A Meeting Held at the MoLSA to Facilitate the Issuance of Work Visas to Foreign Nationals

Under the chairmanship of the Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, a meeting was held with the representatives from the ministries of foreign affairs. . .

BACK TO NEWS